یوناما راپور خپور کړی چې ګنې د افغانستان په توقیف خونو او زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کیږي او زور زیاتی روان دی، موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو.
د توقیف خونو او زندانونو په ګډون د اسلامي امارت په هيڅ یوه نظامي یا ملکي اداره کې هم د چا د وهلو ټکولو، ربړولو او ځورولو اجازه نشته.
د اسلامي امارت زعیم د نظام په ټولو برخو کې بې د محکمې له حکم څخه وهل ټکول او ځورول منعه کړي او ټولې ادارې د دغه فرمان په تعمیل باندې مکلفې دي.
د اسلامي امارت په زندانونو کې د بندیانو لپاره ټول خدمات شته، روزنه ورکول کیږي، حرفوي زدکړې ورکول کیږي، ښه امکانات ورته برابر شوي او هيڅ بندي له کړاو سره مخ نه دي.
د تأسف ځای خو دادی چې د همدې یوناما تر نظر لاندې د اشغال په وخت کې په بګرام، پلچرخي او نورو ولایتي زندانونو کې زرګونه افغانان بې له کوم جرم او دلیل څخه بندیان وو، له ټولو انساني حقوقو څخه بې برخې وو، او له سختو شکنجو او ربړونو سره مخ وو، اوس چې وضیعت فوق العاده بدل اوښه شوی، د بندیانو وهل ټکول او ځورول نشته، ټول امکانات ورته رسیږي، له خپلوانو سره يې لیده کاته کیږي.
په داسې حال کې بیا هم په دې مورد ناوړه تبلیغات خپرول او د اسلامي نظام پسې پروپاګند کول، عقده يي چلند دی چې باید متوقف کړای شي.ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي امارت ویندوی۵/۳/۱۴۴۵هـ ق۲۹/۶/۱۴۰۲هـ ش ــ 2023/9/20 م