د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لزوم دید مطابق په ستره محکمه کې لاندي کسان پر ټاکل شوو دندو وګمارل شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لزوم دید مطابق په ستره محکمه کې لاندي کسان پر ټاکل شوو دندو وګمارل شول

۱ـ د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست مخکنی غړی شیخ سلطان محمد، د ستري محکمې د دار الإ‏فتــــــاء د رئیس په توګه.

۲ـ د کندهار ولایت د استیناف محکمې مخکنی رئیس مولوي عبدالغفار بحر، د ستري محکمې د تدقیق او مطالعاتو ریاست د رئیس په توګه.

۳ـ د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست مخکنی غړی مفتي شرف الدین، د همدې زون د قضائي تعلیماتو د رئیس په توګه.

۴ـ د ستري محکمې د دارالإفتاء مخکنی رئیس مولوي عزیز الله مظهري، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رئیس په توګه.

۵ـ د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان مخکنی رئیس شیخ مولوي غلام حضرت، د کندهار ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

۶ـ د کندهار ولایت د استیناف محکمې د مدني دیوان مخکنی رئیس مفتي عبدالجلیل، د زابل ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

 ۷ـ د نیمروز ولایت د استیناف محکمې مخکنی رئیس مولوي عبدالخالق، د بادغیس ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

۸ـ د بادغیس ولایت د استیناف محکمې مخکنی رئیس مولوي عبدالخالق، د نیمروز ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

۹ـ د زابل ولایت د علماوو د شوری مخکنی رئیس مولوي عبدالجبار اغا، د کندهار ولایت د استیناف محکمې د امنیت عامه دیوان د رئیس په توګه.

۱۰ـ د کندهار ولایت د استیناف محکمې د امنیت عامه دیوان مخکنی رئیس مولوي مغفور الله، د همدې محکمې د مدني دیوان د رئیس په توګه.

۱۱ـ د مرکزي دار الافتاء مخکنی عضو مفتي محی الدین، د ستري محکمې د دار الافتاء د غړي په توګه.

۱۲ـ د مرکزي دار الافتاء مخکنی عضو مفتي عبدالنور، د ستري محکمې د دار الافتاء د غړي په توګه.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۳/۵/۱۴۴۵هـ ق

۶/۹/۱۴۰۲هـ ش ــ 2023/11/27 م