په خواشینۍ سره خبر شوو چې د کابل ـ کندهار په لویه لاره دوه مرګونې ترافیکي پیښې رامنځته شوې چې له امله یې زموږ ۵۲ تنه هېوادوال شهیدان او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
انالله واناالیه راجعون
یادې پیښې سخت ځورولي او غمجن کړي یوو.
د پیښې ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس غواړو، د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا دعا کوو، د ټولو متضررو کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک ګڼو او د زړه له کومې تسلیت ورته وایوو.
اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کیږي چې هرڅه ژر دواړه پیښې وڅیړي، دقیق علت یې معلوم او په جدي توګه د داسې ناورینونو د تکرار مخنیوی وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۶/۶/۱۷ ھ ق
۱۴۰۳/۹/۲۹ ھ ش - 2024/12/19م