د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستيال راميز الاکبروف او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر رئيسې مېرمن کارلين ونبرن سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د فعاليتونو او افغان کډوالو د باعزته بېرته راستنېدو او داخلي بېځايه شويو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او دوباره میشتېدو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فليپو ګرانډي په افغانستان کې د امنيت پر تامين خوښي څرګنده کړه وې ویل، زموږ مسوولیت دادی چې د بېځایه شویو خلکو د ستونزو دایمي حل پیدا کړو. همداراز د امنیت تامین موږ ته دا زمینه برابره کړې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په نږدې همکارۍ خپلو امکاناتو ته په کتو د داخلي بېځایه شویو په برخه کې عملي اقدامات وکړو.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر او مل پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د دوی د معلوماتو او بېځایه شویو ته د خدمتونو رسولو په خاطر مننه وکړه وې ویل، افغانان له خپل وطن سره بېسارې مینه لري، خو ځینو مجبوریتونو لکه د شوروي اتحاد یرغل او د امریکا، ناټو او ایساف لخوا پر افغانستان حمله دوی اړ کړل چې نورو هیوادو ته ولاړ شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال فليپو ګرانډي ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ کړی او امید لرم ستاسې په دوره کې په پاکستان او ایران کې د شته افغان کډوالو د باعزته بېرته راستنېدو لپاره ښه زمینه مساعده شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې داخلي بېځایه شویو او له هیواده بهر افغان کډوالو سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ پر لازیاتې همکارۍ ټینګار وکړ وې ویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو د شرعي حقونو پلوي دی.