د ریاست الوزراء اداري مرستیال د غور امنیه قومندان سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د غور امنیه قومندان سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د غور امنیه قومندان محترم حاجي حیدر سره وکتل.

په دې کتنه چې د یاد ولایت د لېوا قومندان محترم مولوي نثار احمد هم حضور درلود په پیل کې محترم حاجي حیدر د یاد ولایت د اجتماعي، امنیتي، د مجاهدینو د وضعیت ترڅنګ د غور امنیه قومندانۍ د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې کړ.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت مسؤلین او مجاهدین په دې ولایت کې ولسونو ته د خدمت، د امنیت د ټینګښت او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو په برخو کې نه ستړې کېدونکې هراړخیزه هڅې کوي.

د غور امنيه قومندان د مواصلاتي لارو د بيارغونې او انکشافي پروژو د تطبيق په اړه د غور ولايت د اوسېدونکو غوښتنې او وړانديزونه د رياست الوزراء اداري مرستيال سره شريک کړل. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت د امنیت د ټینګښت او ولسونو ته د خدمت ترڅنګ په نورو بېلابېلو برخو کې دوی ته د لازیاتې اسانتیا برابرولو او هوساینې ته ژمن دی. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی وړاندیز ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.#