د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ کال د محصلینو په فراغت غونډه کې گډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنتون گڼ شمیر استادانو، علماوو او مسوولینو گډون کړی وو.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير ټولو فارغانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وويله او زیاته یې کړه، کابل پوهنتون د هېواد په کچه په علمي ډگر او د ځوانانو په روزنه کې اغیزناکه ونډه لري.
محترم سياسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د تحصيلي بنسټونو فعالیت ته اړينې اسانتياوې چمتو کړي او دا مهال محصلین د عصري زده کړو تر څنگ په ديني روحيه روزل کېږي. هغه زیاته کړه، د هېواد تحصیلی نظام اسلامي او د افغاني ارزښتونو په رڼا کې کار کوي او د كوم لوري تر تاثير لاندې نه دی.
نوموړي په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د پرانیستلو هر کلی وکړ او یادونه یې وکړه، اسلامي امارت په خپله خاوره کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او پر افغانستان د ناسمو تورونو لگول نه يوازې گټه نه لري، بلکې د اړيکو د خرابېدو او تاوتريخوالي سبب کېږي.
نوموړي څرگنده کړه، اسلامي امارت له افغانانو په دفاع کې ځنډ نه کوي او نه هم افغان حکومت د کوم لوري فرمایشونو ته غاړه ږدي.
په پای کې محترم مولوي عبدالكبير د کابل پوهنتون له ۲۵ پوهنځیو په لوړو نمرو فارغ شوو محصلينو ته نغدي او غير نغدي ډالۍ ورکړې او هغوی ته یې د کار موندلو ډاډ ورکړ.