د اسلامي امارت رئیس الوزرا د پسرلي په مناسبت یو نیالګی کېناوه

د اسلامي امارت رئیس الوزرا د پسرلي په مناسبت یو نیالګی کېناوه

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې د ۱۴۰۱ لمریز کال د پسرلي رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېناوه.
دغه مراسم چې د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شول، د رئیس الوزرا، د ریاست الوزرا د دفتر رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع، د کابل امنیه قوماندان حمزه او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو مشرانو له لوري د نېکمرغه او ښېرزاه افغانستان په هیله دغه نیالګی کېنول شو.
محترم ملا محمد حسن اخند د پسرلي په مناسبت پخپل پیغام کې له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې د چاپېریال زرغونتیا او د ودان او ښېرزاه افغانستان لپاره پخپلو سیمو، کورونو او هر مناسب ځای کې یو، یو نیالګی کېنوي.
رئیس الوزرا وویل: شل کلنې جګړې د افغانستان د زېربناوو او نورو اساساتو ترڅنګ چاپېریال هم سخت زیانمن کړی او ټول باید په ګډه د چاپېریال سمسورتیا کې برخه واخلي.
محترم رئیس الوزرا د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د ژوند هوساینې لپاره اسلامي امارت چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه کوي.