د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی ایران ته په سفر ولاړ

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی ایران ته په سفر ولاړ

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی نن شنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۳مه نېټه ایران اسلامي جمهوریت ته د دې هېواد په رسمي بلنه په سفر ولاړ.

په دې سفر کې به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.

همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي.