د رياست الوزراء سياسي مرستيال د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عزیز الله درویش او د لوګر د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد نذیز د خپلو چارو په هکله د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د مدارسو چارې د روان ښوونیز کال له پلان سره سمې پر مخ ځي او د پرمختګ په حال کې دي.

دوی زیاته کړه، راتلونکی کال ته یو لړ ځانګړې برنامې په پام کې لري چې په عملي کېدو سره به یې د تدریس او د زده کوونکو د زده کړې په کچه کې مثبت بدلونونه راشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د هېواد په کچه د جهادي مدرسو له هڅو او فعالیتونو څخه په خوښۍ وویل، اسلامي امارت د عصري زده کړو د مرکزونو تر څنګ د دیني مدرسو او بنسټونو پرمختګ او د ستونزو حل ته ژمن دی. دغه راز هڅې روانې دي چې د اسلامي امارت د امکاناتو پر مټ د تعلیمي سکتور ستونزې هوارې شي.

محترم سیاسي مرستیال د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو مهتممینو ته د اړوندو چارو د لاښه ترسره کېدو سپارښتنې او په دیني مدرسو کې پر اغېزناکو زده کړو ټېنګار وکړ.#