د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان د لومړي وزیر مرستيال سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ازبکستان د لومړي وزیر مرستيال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د ازبکستان د لومړي وزیر مرستيال محترم جمشيد خواجه يف سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې، لومړی محترم جمشيد خواجه يف د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مختلفو برخو له هغې ډلې د کانونو استخراج، د سوداګريزو توکو پېرولو، د کرنې پراختیا او د سوداګريزو توکو د لېږد او ترانسپورټ په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت سره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د خپل هيواد د ګډې همکارۍ ډاډ وښود.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستيال همداراز د دواړو هيوادونو ترمنځ د پرمختګونو او سوداګرۍ پراختيا يادونه وکړه او د ترمذ ښار د سوداګريز مرکز جوړیدل يې په دې برخه کې مهمه لاسته راوړنه ياده کړه.
په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د هرکلي ترڅنګ د دواړو هيوادونو ترمنځ لرغونو او ښو اړيکو ته اشاره وکړه او وې ويل، اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د دغو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا غوښتونکی دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، په افغانستان کې د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته شوي او اسلامي امارت په هيواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او ټولو سوداګرو او پانګه والو ته به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.#