د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم الحاج سراج الدین حقاني، د ملي دفاع سرپرست وزیر الحاج مولوي محمد یعقوب مجاهد، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو، ګڼو علمای کرامو او مجاهدینو نن ماسپښین د ارګ په جامع جومات کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې او دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.
ټولو ګډونوالو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د مخکېني سرپرست وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله روح ته دعا او نوموړي ته د الله جل جلاله په دربارکې د فردوس جنت هیله وکړه.#