د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان سکرترجنرال ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مسوول محمد سعید العیاش هم حضور درلود، لومړی محترم مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خوښ یم چې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په افغانستان کې خپله استازولي فعاله کړه او هیله لرم په کابل کې د دې سازمان د دفتر مسوول سره له نږدې کار وکړو او موږ به د اسلامي همکاریو سازمان د فعال غړي په توګه تل ستاسو همکار یوو.
د اسلامي همکاریو سازمان سکرترجنرال ځانګړي استازي طارق علي بخیت وویل، موږ له ټولو اسلامي هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې په اسلامي ورورولۍ کار کوو او له همدې امله مو په کابل کې خپل دفتر فعال کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره یو صندوق چې وړاندې پرې هوکړه شوې ده، رامنځته کوي چې د سعودي عربستان په جده ښار کې موقعیت لري او د انکشاف لپاره د اسلامي بانک له لارې اداره کېږي.
طارق علي بخیت وویل، یاد صندوق به په نږدې راتلونکې کې رسماً پرانېستل شي او د بشري مرستو، انکشافي پروژو او د اسلامي امارت له لوري د مشخصو شویو لومړیتوبونو په برخو کې به مصرف شي. همداراز د اسلامي نړۍ د علماوو یو پلاوی به په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي او د اسلامي امارت مقاماتو او د افغانستان علماوو سره به لازمې مشورې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل: دا چې د دوست او ورور سعودي عربستان او د اسلامي همکاریو سازمان د نورو غړو هیوادونو په همکارۍ دغه صندوق رامنځته شوی، مننه کوو.
نوموړي زیاته کړه: نوی حکومت ژمن دی چې د افغانانو شرعي او انساني حقوق تامین کړي او همداراز زموږ پالیسي دا ده چې د نشه یي توکو د قاچاق او کارونې مخنیوی وکړو او د اسلامي همکاریو سازمان څخه غواړو چې کروندګرو ته د بدیل ورکولو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.
د دې کتنې په پای کې، محترم مولوي حنفي له اسلامي همکاریو سازمان سره د افغانستان د همکاریو زیاتېدو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.