د هلمند والي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د هلمند والي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د هلمند والي محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د هلمند والي محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د عمومي وضعیت او په هغه ولایت کې د محلي حکومتولۍ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنک وویل، د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو مسوولین شپه او ورځ خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.
د هلمند والي وویل، د دې ولایت ټول مجاهدین او محلي مسوولین د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو او اوامرو عملي کېدو ته چمتو دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د هلمند ولایت د محلي مسوولینو کړنې او فعالیتونه تقدیر کړل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له دندو او مسوولیتونو څخه دي او لازمه ده محلي مسوولین په دې برخه کې لازیات کوښښ وکړي.