د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د اتیا کلیو له استازو سره، چې یو شمېر ډلګی مشرانو، قومي مخورو او علماوو پکې ګډون درلود، ولیدل.
په دې لیدنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکو د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي وښوده او د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
هغوی وویل، خروار یوه وروسته پاتې ولسوالي ده چې له پراختیایي اړخه ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. دوی په دې ولسوالۍ کې د سړکونو رغاولو، د کلینیک او بند جوړولو او د برېښنا د ستونزې د حل غوښتنې وکړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ولسونو په ملاتړ د اسلامي نظام د ټینګښت او د جهاد د بریا ارمانونه پوره شوي او اوس د هېوادوالو د ستونزو د حل او د هېواد د ابادولو وخت دی.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اړونده ادارو ته به د خروار ولسوالۍ د ولسونو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړي.