د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د GAAC/G42 کمپنۍ تر منځ د کابل، کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د پروازونو پر مهال د ځمکنیو خدماتو چمتو کولو تړون لاسلیک شو. ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه تړون د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره پوره هڅه کوي، چې له دغه تړون سره به ټولې نړیوالې هوايي کمپنۍ د امن په فضا کې بېرته افغانستان ته پروازونه پيل او د سوداګرۍ کچه به ورسره زیاته شي.