د ازبکستان بخارا ولایت څخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي لیدنه

د ازبکستان بخارا ولایت څخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته د سفر په جریان کې، د هغه هیواد مقاماتو سره د خپلو کتنو او له فرهنګي او لرغونو سیمو څخه د لبدنو په لړ کې پرون بخارا ولایت ته سفر وکړ.

بخارا ولایت ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال په رسېدو سره د یاد ولایت والي او دولتي مقاماتو د هغه هرکلی وکړ او وروسته یې د بخارا والي ښاغلي باتور ظریفوف سره وکتل.

ښاغلي باتور ظریفوف محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ازبکستان او افغانستان د زیاتو فرهنګي او تاریخي مشترکاتو لرونکي دي چې له هغو څخه په استفادې د دواړو هیوادونو رهبران کولای شي دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان مقاماتو د کوربه توب د مننې او قدرداني ترڅنګ وویل، افغانستان او ازبکستان د بېساري تاریخي قدامت او همدارنګه په اسلامي فرهنګ او تمدن کې د ښه مقام لرونکي دي او له دې جایګاه څخه د ښې استفادې په صورت کې کولای شو دوه اړخیزې اړیکې تر پخوا لازیاتې پیاوړې کړو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي په دې سفر کې د بخارا اسلامي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د یادونې ده چې بخارا ولایت په بېلابېلو سوداګریزو، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې له افغانستان سره د پیاوړو تعلقاتو لرونکی دی.