د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کابل پوهنتون د بېلابېلو څانګو د محصلینو د فراغت په مراسموکې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري پلاوي څخه د دغو پرتمینو مراسمو جوړولو له امله د مننې پرمهال د محصلینو کورنیو، استادانو او ټولو افغانانو ته له بېلابېلو څانګو د محصلینو د فراغت مبارکي وویله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي فارغانو ته په خطاب کې وویل، نن تاسو په بریالیتوب یوه تحصیلي دوره پایته ورسوله، اما دا د کار پای نه دی، بلکې ستاسو مکلفیت او مسوولیتونه له دې وروسته پیلېږي او باید هیواد او ملت ته د خدمت لپاره د همت ملا وتړئ او په ټول توان کوښښ وکړئ.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، څنګه چې په استوارو قدمونو او زیاتو کوښښونو له زحمتونو ډک پړاوو څخه تېر شوئ، په راتلونکي کې هم کوښښ وکړئ چې ښه وځلېږئ او د بریا لوړو ته ورسېږئ او اسلامي نظام ، ځورېدلې ټولنې او خلکو ته د ارزښتناکو خدماتو مصدر شئ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې اسلامي امارت ځوانانو ته د تحصیل مناسب فرصتونه برابر کړي، څرګنده کړه، د هیواد په ډېرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دکتورا زده کړو زمینه برابره شوې او غوښتونکي کولای شي له دې طلایي فرصت څخه په استفادې خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ځوانانو ته د شغلونو د زمینې برابرولو ته په اشارې څرګنده کړه، په تېرو درې کالو کې د اداري اصلاحاتو له لارې د پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو ۴۳ زره فارغان د ازادې سیالۍ له لارې د هیواد په بېلابېلو ادارو کې جذب شوي او اسلامي امارت کوښښ کوي په راتلونکي کې هم ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې ده چې سږکال د کابل پوهنتون له ۷۲ څانګو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین فارغ شوي دي.