د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د کابل ښار د ۱۹ ناحیې له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي وښوده او له اسلامي امارت سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز یې د ښوونځي، مدرسې او روغتیايي کلینیک د ودانیو جوړېدو او پاکو اوبو ته د لاسرسي غوښتنې وکړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ۱۹ ناحیې یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د کابل ښار په ډېرو برخو کې د پاکو اوبو د رسولو او د پراختیايي پروژو چارې پيل شوي چې له بشپړېدو سره به یې د ډېرو ښاریانو ستونزې حل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې امکاناتو ته په پام به یې غوښتنو او ستونزو ته رسیدګي وشي.