د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د هیواد له یو شمېر علماوو، ولسي مشرانو او د اسلامي امارت مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د لغمان والي شیخ شېر احمد هم حضور درلود، راغلو علماوو او قومي مشرانو د اسلامي امارت د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، ولسونه د اسلامي نظام د ثبات او دوام، اقتصادي پیاوړتیا او د یو ودان افغانستان غوښتونکي دي، چې دا یوازې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې امکان لري.
دوی همدا راز خپل نظریات او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ټولو ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره قوي اراده لري او د هیواد ابادي د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې، د ولسونو او حکومت تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.#