د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د جوزجان ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي هم حضور درلود، په پیل کې راغلو علماؤ او مشرانو په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې د روغتیا او روغتیایي کلینیکونو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی زیاته کړه، سره لدې چې په دې ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه شته او صحي خدمات وړاندې کوي، اما دغه مرکزونه د دغو دوو ولسوالیو نفوس ته په کتو بسنه نه کوي. یادو مشرانو او علماؤ د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې په دغو ولسوالیو کې د کلینیکونو د ایجاد او خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له علماؤ او مشرانو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین او په بېلابېلو له هغې جملې د روغتیا په برخه کې ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له دندو څخه دي چې مسؤلین هم پدې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ نکوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه څرګنده کړه، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره پورتنیو مواردو ته رسیدګي وکړي.#