ازبکستان ته د رياست الوزراء اداري مرستیال سفر

ازبکستان ته د رياست الوزراء اداري مرستیال سفر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن سهار د اسلامي امارت د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان هيواد ته سفر وکړ.
 ازبکستان ته د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي په رسېدو سره د ياد هيواد د لومړي وزير مرستيال ښاغلي جمشيد خواجه يف په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت سفير او نورو استازو هم حضور درلود، يا پلاوي ته هرکلی ووايه.
دا سفر چې د ازبکستان هيواد د مقاماتو په رسمي بلنه ترسره شو، ټاکل شوې د دواړو هيوادونو چارواکي په کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په هکله خبرې وکړي.
هیله ده د ياد سفر په پایته رسېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي چې د دواړو هیوادونو په ګټه به پام وړ لاسته راوړنې ولري.#