د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه وشوه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه وشوه

د حج ملي کمېټې غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ  او د یادې کمېټې د غړو په ګډون نن ماسپښین ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محترم شیخ القران و الحدیث مولوی نور محمد ثاقب د روان کال د حج پروسې په اړه د دې وزارت د کړنو په هکله غونډې ته معلومات وړاندې کړل
 وروسته د افغانستان ملي بانک او نورو په شرایطو برابرو خصوصي بانکونو سره د راټولولو، د اضافي پیسو د ورکړې او سعودي عربستان ته د هغو د لېږد په موخه د تړون کولو، عربستان ته د حاجیانو د انتقال په موخه له هوایي شرکتونو سره د تړون، د لازمو واکسینونو د برابرولو او تطبیق، د خدماتو برابرولو، د امنیت د تامین، د تذکرې او پاسپورت د وېش، د استوګنې ځای د برابرولو او حاجیانو ته د نورو اسانتیاوو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.