د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوګر جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوګر جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير نن لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د دستار بندۍ په دې لویه غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير شیخ ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ شهاب الدین دلاور، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر، او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ فقیر محمد محمدي، د لوګر والي قاري ضیا الرحمن مدني، سيمه ییزو ملکي او پوځي مسؤلینو، علمای کرامو، د لوګر پوهنتون او معارف مسؤلینو، مجاهدینو او ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی وو.

محترم مولوي عبدالکبیر له جهادي مدرسې د قرآن کریم د حفظ او احادیثو له دورو فارغینو، د دوی کورنیو او د جهادي مدرسې استادانو ته د فراغت مبارکي وویله.

محترم سیاسي مرستیال د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په ناسته کې په خپل ګډون خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت د دیني مدرسو تر څنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی او هڅې روانې دي چې د پوهنتون محصلین په دیني روحیه وروزل شي او د هېواد خدمت وکړي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي نظام له راتګ وروسته پر اقتصادي پرمختګ سربېره اسلامي امارت په سیاسي او علمي برخو کې هم پام وړ لاسته راوړنې لري او د هېواد په کچه ښوونیز کال ښه روان دی.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د افغانستان ښه استازولي کولای شي او په تېرو څو کلونو کې توانېدلی چې په مستقیم ډول له نړۍ سره اړیکې ولري.

محترم مولوي عبدالکبیر اسلامي نظام د ولس له ملاتړه برخمن وباله او زیاته یې کړه، څرنګه چې ملت د اسلامي امارت په بریا کې قرباني ورکړه همدا ډول ولس په حکومت کې برخه لري.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال فارغ شویو علماؤ ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت ځوانانو ته لویه ونډه ورکړې او په حکومت کې ګڼ شمېر ځوانان خدمت کوي.

د غونډې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر يو ځل بيا فارغ شویو علماؤ ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې په نقدي ډالیو ونازول.#