د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د بادغیس ولایت له یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم مولوي جمال الدین د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د بادغیس ولایت د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه یې د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم مولوي جمال الدین همداراز په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او انکشافي پروژو پېلولو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې پورته ذکر شویو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له علماؤ او مجاهدینو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته د خدماتو رسول او د دوی ته د هوساینې زمینه برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او د اسلامي امارت مسؤلین په دې برخه کې خپلې هر راز هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لورې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسیدګي وکړي.#