د فاریاب والي سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د فاریاب والي سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازديګر د فاریاب له والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د فاریاب والي محترم مولوي عبدلاحد فضلي د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعيت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه، په یاد ولایت کې امنیت په بشپړه توګه تأمین دی او سیمه ییز مسؤلین تل خلکو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل هڅې کوي.
د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې وې ویل، د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او لازمه ده چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د دوی د ستونزو د حلولو په موخه د فاریاب والي ته لازمې لارښوونې وکړې.#