د رياست الوزراء سياسي مرستيال د قرطاسیې واردوونکو يو شمېر سوداګرو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د قرطاسیې واردوونکو يو شمېر سوداګرو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د قرطاسیې واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره ولیدل.
يادو سوداګرو د خپلو چارو او کاروبار په هکله د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او په کور دننه پر تولید د ټېنګار تر څنګ يې، له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د شته ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
دغو سوداګرو وویل، دا مهال په افغانستان کې د صنعت غوړېدو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او افغان پانګه وال کولای د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي.
د قرطاسیې واردوونکو سوداګرو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د افغان سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې هڅه کوي د هغوی ستونزې رفع او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
محترم سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې د قرطاسیې واردوونکو سوداګرو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.#