د ننګرهار شوکاڼي ټولنې استازو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

د ننګرهار شوکاڼي ټولنې استازو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د ننګرهار شوکاڼي ټولنې یو شمېر استازو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې د ننګرهار د شوکاڼي ټولنې استازو د تالک د استخراج په برخه کې میلیونونه افغانیو پانګونې او ګڼو هیوادوالو ته د کاري زمینوبرابرولو ته په اشارې، په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم د حل په موخه مطرح کړل. داسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو سره د تاجرانو، پانګوالو او په لویه کې د هیوادوالو اقتصادي وضعیت ښه کړي. مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د شوکاڼي ټولنې استازو ته سپارښتنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې له لارې دې رئیس الوزرا ته په لیکلې بڼه خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړي. هغه ډاډ ورکړ چې د حل لپاره به یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشي.