د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون په سپیدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د سوریې او منځني ختیځ په وروستيو تحولاتو، له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا او په افغانستان کې په شویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې.

همدارنګه د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو بحث وشو. د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د غوره حکومتولۍ او د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي هم بحث وشو.

د ناستې په پای کې د اړونده موضوعاتو په هکله لازم تصامیم ونیول شول.