د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه په سیاسي او د سولې جوړولو په چارو کې د ملګرو ملتونوسرمنشي مرستیالې روزمري دیکارلو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه او پکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبولاینس هم حضور درلود، په پیل کې اغلې روزمري دیکارلو په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې وې ویل، ملګري ملتونه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نوموړې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لورې د ښوونکو او روغتیایي کارکونکو د معاشونو ورکړې ته په اشارې په ټول افغانستان کې د نجونو د زدکړې پر پیلولو ټینګار وکړ وې ویل، دا کار د طالبانو پر حکومتولۍ مثبت اغېز لري. داسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت د حکومتولۍ په مختلفو برخو کې لازم شفافیت رامنځته کړی او په ټول هیواد کې امنیت تامین دی. مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان همکاري وستایله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو شفاف او عادلانه وېش د شرایطو ایجاد ته ژمن دی. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړه، بین المللي ټولنه دې په افغانستان کې د بشري حقونو په هکله هیڅ اندېښنه نه کوي او باید له اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي.