د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
په دغه ناسته کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسوده، په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو پر کارولو، د خوست ولایت غلام خان او د کندهار ولایت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
له هراړخیز بحث وروسته د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه د ریاست ‌الوزراء عالي مقام ته واستول شوه.
دغه کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پياوړتیا او په ورته وخت کې کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې په لومړي سر کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې امارتي ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو د کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور هم وړاندې او تایید شو.
د وړاندې شوي راپور پر اساس اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او هېوادوالو ته سپارښتنه وشوه څو د خپلو پروژو او ساختماني چارو په هغو برخو کې د غوري سیمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي، چې په یادو برخو کې د دغه فابریکې تولید شوو سیمنټو معیار پوره کړی دی.
همدا راز د غوري سیمنټو فابریکې مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل ظرفیت لوړولو او په ټولو برخو کې د معیاري تولید په موخه هڅې ګړندۍ کړي څو هېواد د سیمنټو د تولید په برخه کې خودکفایۍ ته ورسېږي.
د غوري سیمنټو فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه تولید لري چې کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده. د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له مفصل بحث وروسته لازم تصامیم ونیول شول.
د کمېسیون دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده