د شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو

د شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغان ساک خصوصي شرکت ترمنځ د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو.
دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.
په دغه کارخونه کې به سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصت برابر او همدا راز به د خصوصي شرکت له لوري د سیمې اوسېدونکو ته په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې هم خدمات وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د سیمنټو د څلورو سترو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې شاوخوا ۶۲۳ میلیون ډالره پانګونې په‌ کې کېږي او اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.#