د تېرې ادارې څو تنو پوځیانو او مسوولینو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شول

د تېرې ادارې څو تنو پوځیانو او مسوولینو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شول

د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د تماس او هیواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د کابل د تېرې ادارې د یوه جنرال په ګډون څو تنو پخوانیو پوځیانو او ملکي مسوولینو ته د مصونیت کارتونه ورکړل.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشأ رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، یادو پخوانیو مسوولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د عمومي عفوې د فرمان پر بنسټ هیڅوک د پخوانۍ دندې او فعالیت له امله نه پوښتل کېږي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د امن او هیوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو لپاره هڅې کوي.هغه څرګنده کړه، ټولې امارتي ادارې د مصونیت کارت لرونکو ته ځانګړی پام لري او د حقوقي ستونزو د حل لپاره یې ځانګړی تشکیل کار کوي.
ورپسې یادو پخوانیو چارواکو د اسلامي امارت د عفوې د فرمان ستاینه وکړه او وې ویل، هیواد ته په راتګ سره د امن احساس کوي او له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي. هغوی زیاته کړه، د هیواد د آبادۍ په موخه له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.5316:00