د رياست الوزرا اداري مرستيال د (۷۷) ترکي ساختماني شرکت مسوولينو سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د (۷۷) ترکي ساختماني شرکت مسوولينو سره وکتل

په دې کتنه کې، د (۷۷) ترکي ساختماني شرکت مرستيال براق انسال چې د کجکي برېښنا بند د پراختيا مسوولیت پر غاړه لري وويل، د دې شرکت د پلان پر اساس بايد د کجکي بند د برېښنا تولید ۱۵۱ مېګاواټو ته ورسېږي، چې اوسمهال يې بشپړ کړی او ګټې اخيستنې ته تيار دی.

نوموړي د اسلامي امارت مسوولينو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د هغوی د پانګونې ملاتړ وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، د اسلامي امارت رهبري د افغانستان د برېښنا صنعت او برېښنا انرژۍ انکشاف په برخو کې د هر ډول کورنۍ او بهرنۍ پانګونې هرکلی کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، په هيواد کې برېښنا انرژۍ او د هغه کموالي ته د خلکو د جدي اړتيا له امله، اسلامي امارت له کورنيو او بهرنيو پانګه والو غواړي په هيواد کې د ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر په څېر د برېښنا تولید په مختلفو منابعو پانګونه وکړي او اسلامي امارت د هغوی ملاتړ کوي.