د ریاست الوزراء سياسي مرستیال د څمکنیو ولسوالۍ د ضیاالعلوم مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال د څمکنیو ولسوالۍ د ضیاالعلوم مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیا ولایت څمکنيو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ضیاالعلوم مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې لویه غونډه کې د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال، د پکتیا د جانیخیل، څمکني، ډنډپټان، احمد خیل، لجه منګل او اریوب ځاځي ولسوالیو قومي مخورو، علماوو، جهادي قومندانانو، د مدرسو او ښوونځيو ښوونکو، زده کوونکو، ګڼو ولسي خلکو او سیمه ییزو مسوولینو برخه لرله.

ځایي علماوو څکمنيو ولسوالۍ ته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په سفر خوښي څرګنده او یادونه یې وکړه چې په پکتیا ولایت کې مدرسې د اسلامي امارت او ولسونو په مالي ملاتړ فعالیت کوي.

د امرباالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د وینا پر مهال فارغ شوو علماو ته د مبارکي پرمهال وویل، علمای کرام دې د ټولنې په اصلاح کې خپل دیني مسوولیت ادا کړي.

ورپسې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په لرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو فعالیت د خوښۍ وړ وباله او زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو ښوونیزو مرکزونو پرمختګ ته له توپیر پرته پام لري.

محترم سیاسي مرستیال په علماوو او سیمه ییزو مسوولینو غږ وکړ چې له خلکو سره همکاري وکړي او په هر حالت کې یې غږ واوري.

محترم مولوي عبدالکبیر د جدې شپږمې ته په اشارې وویل امریکا او ناټو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ماتې ته پام ونه کړ او د افغان ولس د جهاد له برکته د امریکا د تاریخ اوږده جګړه ناکامه شوه.

نوموړي وویل د اشغال له پایته رسېدو وروسته او د اسلامي نظام په راتګ سره په افغانستان کې د جګړې توجیه نشته او افغانان تل د دین او افغاني ارزښتونو په دفاع کې ځنډ نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، د افغان ولس د جهاد په پایله کې سیمه د لویو قدرتونو له رقابت او استعمار څخه ژغورل شوې ده.

محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د سولې او یووالی پیغام لري، خو که کوم لوری تاوتریخوالي ته لمن وهي، حتمي ده چې له جدي چلند سره مخ کېږي.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د چا غوښتنو ته غاړه نه ږدي، خو د اسلامي اصولو به رڼا کې له نړۍ سره اړیکې غواړي.

په پای کې محترم سیاسي مرستیال د ګردېز- ډنډ پټان سرک د رغاولو د هڅو او همكارۍ یادونه وکړه او همدارنګه فارغ فاضلان یې په نقدي ډالیو ونازول.