د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د جوزجان والي محترم قاري ګل حيدر شفق سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې، د جوزجان والي محترم قاري ګل حيدر شفق په دې ولايت کې د مجاهدينو، محلي حکومتولۍ او امنيتي وضعیت او همداراز د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
نوموړي زياته کړه، د جوزجان ولايت ځايي مسؤلين او مجاهدين خلکو ته د خدمت او د هغوی د ستونزو حل لپاره تل هڅه کوي او په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.
د جوزجان والي همداراز د انکشافي پروژو تطبیق، د مواصلاتي لارو جوړولو او د دې ولايت په لرې پرتو سیمو کې د روغتيايي مرکزونو جوړولو په تړاو د خلکو غوښتنې شريکې کړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو له امله د جوزجان ولايت د مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د امنيت تأمين، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول او د خلکو د ارامۍ او هوساينې ساتل د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او ځايي مسؤلين بايد د هيوادوالو د ستونزو نښه کولو او حلولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.#