د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د خواخوږۍ پيغام

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د خواخوږۍ پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

په خواشینۍ سره خبر شوم، چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله زموږ یوشمېر 

هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. 

‎انا لله و انا الیه راجعون

همدارنګه په دې پېښه کې کابو شل د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه راز له یوشمېر نورو ولایتونو څخه هم د لارو د بندېدو او کورونو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت یې په او ارقامو راټولو بوخت دی.

ټولې اړونده مسؤولې ادارې دې په وخت سره زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د لارو پرانستلو اقدامات دې وکړي.

زه په دې پېښه غمجنو کورنیو ته خپله خواشیني او غمشریکي څرګندوم، د الله تعالی له دربار څخه ‎شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کوم.

مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال