د اسد ۲۴ مې ( د فتحې ورځې) په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پيغام

د اسد ۲۴ مې ( د فتحې ورځې) په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پيغام

الحمد لله و کفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی. اما بعد: أعوذ بالله من الشیطن الرجیم. بسم الله الرحمن الرحیم. قال الله تبارک و تعالی: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا (۱)لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا (۲) وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا (۳) الفتح. صدق الله العظیم.
د اسد ۲۴ مه ( د فتحې ورځ) د ټول اسلامي امت په خاص ډول افغانانو د تاریخ هغه ویاړمنه ورځ ده چې په دې نېټه الله تعالی د افغانستان مجاهد ولس ته د عصر په یوه نړیوال استکبار او اشغالګر ځواک ( امریکا او ناټو) بری ورنصیب کړ او مجاهدین له شل کلنو قربانیو ورو سته په فاتحانه ډول د افغانستان پلازمينې کابل ته ننوتل. د نړیوالو غربي اشغالګرو په وړاندې د جهاد د بریا او فتحې دغه تاریخي ورځ دې ټول مجاهد ملت او مسلمه امت ته مبارکه وي. الله تعالی دې د جهاد په لاره کې د ټولو شهیدانو شهادتونه، د ټپیانو او بندیانو زحمتونه، د مجاهدینو ستړیاوې او د عام ولس تکلیفونه قبول او د آخرت د اجر ذخیره وګرځوي. آمین یا رب العلمین.
شل کلن جهاد د اسلام د تاریخ هغه ویاړمن باب دی، چې راتلونکي نسلونه به ترې د پند او عبرت درسونه زده کوي او د جهاد او مبارزې الهام به ترې اخلي. په افغانستان کې د امریکایانو شکست په حقیقت کې پر مادیت د ایمان او معنویت برلاسي وه. موږ ولیدل چې الله تعالی د افغان ولس تش لاس او محدودو مجاهدینو ته د نړۍ د ډیرو مجهزو او پرمختللیو پوځونو په مقابل کې بری ورنصیب کړ، چې دا د الهي نصرت ښکاره بېلګه وه.
خو زموږ مجاهدین، مسؤلین او ټول مؤمن ولس باید دې ته متوجه واوسي چې د جهاد په بریالیتوب سره زموږ وظیفه او مکلفیت پای ته نه دی رسیدلی. موږ ته اوس د اسلامي نظام د استحکام، د هیواد د ودانولو، د هیوادوالو د سر، مال او عزت د خوندي کولو او د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسؤلیت را له غاړې دی. باید په پوره اخلاص او جدیت سره خپل مسؤلیتونو ته متوجه واوسو.
دغه عظیم فرصت چې الله تعالی موږ ته راکړی باید ګټه ترې واخلو. د اسلامي نظام د ټينګښت، د سولې او ثبات د پایښت، او د هیواد او ولس د معنوي او مادي ښیرازۍ لپاره باید خپل توان په کار واچوو، تر څو مو د شل کلن جهاد د شهیدانو، کونډو، یتيمانو او معلولینو ارمانونو ته د عمل جامه وراغوستې وي.
په پای کې یو ځل بیا د فتحې د ورځې مبارکي درته وایم. او دعاء کوم چې الله تعالی مو هیواد، ولس او ټول اسلامي امت له غمیزو او ستړیاوو وساتي. الله تعالی دې په هر ځای کې هغه ظالم یرغلګر چې په مظلومو او بې وسه ملتونه باندې یرغلونه کوي، داسې رسوا او له شکست سره مخامخ کړي، لکه په افغانستان کې چې مات او په تېښته مجبور شول. آمین یا رب العلمین. و ماذالک علی الله بعزیز
الحاج ملا محمد حسن آخند
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء