کابل، سپېدار ماڼۍ: د افغانستان او اسلام تور زړو دښمنانو نن د بدخشان د فیض اباد په نبوي جومات کې، چې د شهید مولوي نثاراحمد احمدي د فاتحې مراسم پکې روان و، چاودنه وکړه چې له امله یې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپيان شول.
پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بریدونه د دښمن د کمزورۍ او له اسلامي احکامو او مقدساتو سره ښکاره دښمني ښيي، چې په هېڅ صورت توجيه کېدای نشي.
زه دا برید په کلکو ټکو غندم او امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي، چې د پېښې عاملین پیدا او د شریعت منګولو ته وسپاري.
د نننۍ پېښې شهیدانو ته د الله رب العزت له دربار څخه د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا کوم. لوی الله (ج) دې ټپيانو ته هم عاجله شفا په نصيب کړي.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل